6 کۀ دا افت زما په خلقو باندې راشى او چې زما خپلوان ووژلے شى نو بيا زۀ دا څنګه برداشت کولے شم؟“
چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“
او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“
زۀ او زما خلق د حلالولو، او ختمولو دپاره خرڅ کړے شوى يُو. کۀ مونږ صرف د نوکرانو په حيثيت خرڅ شوے وے، نو زۀ به خاموش پاتې وے او دا تکليف به مې نۀ درکولے.“
د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله.
واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.
”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.
وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى.