Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى او کۀ تا سره زما فکر وى او دا تا ته ښۀ ښکارى، نو مِهربانى وکړه چې دا فرمان جارى کړه چې د همان په حُکم باندې دې عمل نۀ کيږى، دا هغه حُکم وو چې د اجاج قبيلې د همداتا زوئ همان د ټولو يهوديانو د وژلو دپاره ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:5
9 Iomraidhean Croise  

اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.


نو چې کومه پېغله ستا ډېره خوښه شى نو هغه بوځه او د وشتى په ځائ يې خپله مَلِکه جوړه کړه.“ نو بادشاه ووئيل چې دا يوه ښۀ مشوره ده، نو هغۀ په دې خبره باندې عمل وکړو.


څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.


”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې تاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“


مَلِکه اِستَر جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى نو زما دا يو عاجزانه سوال قبول کړه، زما خواهش دا دے چې زما او زما د خلقو ژوند بچ شى.


اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“


چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.“


هغۀ ووئيل چې مِهربانى وکړه او ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې زمونږ خاندان په ښار کښې قربانى کوى او ورور مې حُکم راکړو چې هلته موجود شه. کۀ تۀ زما نه خوشحال يې نو ما پرېږده چې زما خپلوان وګورم. نو دا وجه ده چې هغه ستا په دسترخوان باندې په خپل ځائ باندې نشته.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan