3 نو اِستَر بادشاه له بيا لاړه او د هغۀ په پښو پرېوته، وې ژړل او مِنت زارى يې ورته وکړه چې د هغه خرابې منصوبې خِلاف څۀ وکړى کومه چې د اجاج اولاد همان د يهوديانو خِلاف جوړه کړې ده.
خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“
څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.
زۀ او زما خلق د حلالولو، او ختمولو دپاره خرڅ کړے شوى يُو. کۀ مونږ صرف د نوکرانو په حيثيت خرڅ شوے وے، نو زۀ به خاموش پاتې وے او دا تکليف به مې نۀ درکولے.“
بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.
بادشاه هغې ته خپله د سرو زرو امسا بيا وراُږده کړه، نو هغه ودرېده او وې فرمائيل،
د دې اورېدو سره حزقياه مخ دېوال ته واړولو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو،
هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيتايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه.