Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:2
11 Iomraidhean Croise  

فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.


هغۀ چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى وُو او هم داسې هغه ټوله قيصه چې هغۀ مردکى له د اوچتې عُهدې ترقى څنګه ورکړه، دا د فارس او مادى د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.


بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره استعمالېدله او دا يې د يهوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو.


نو اِستَر بادشاه له بيا لاړه او د هغۀ په پښو پرېوته، وې ژړل او مِنت زارى يې ورته وکړه چې د هغه خرابې منصوبې خِلاف څۀ وکړى کومه چې د اجاج اولاد همان د يهوديانو خِلاف جوړه کړې ده.


او په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ او د هغۀ د حُکمونو اِطاعت کوئ، هغه به تا اوچت کړى چې زمکه درله درکړى. او تۀ به وګورې چې بدعمله تباه کړى.


بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو.


خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan