Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هر ښار او هرې صُوبې ته هم چې د بادشاه فرمان ورسېدو، نو يهوديان خوشحاله وُو. هغوئ مېلمستيا او جشن وکړو. او په هغوئ کښې نور ډېر خلق په دې وجه يهوديان شول، ځکه چې د يهوديانو نه يرېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:17
17 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول.


نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او ميو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې چا سره دا څيزونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“


دا د ادر د مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې وشول. په ورپسې ورځ يعنې په څوارلسمه ورځ باندې نور قتلونه ونۀ شول او هغوئ په دې ورځ د خوشحالۍ نه يې مېلمستيا وکړه.


نو په دې وجه هغه يهوديان کوم چې په کلو کښې اوسيږى هغوئ د ادر د مياشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ چُهټى کوى، په دې وخت باندې هغوئ مېلمستيا کوى او يو بل له د خوراک دپاره تُحفې ورکوى.


د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے.


دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.


يهوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى.


د صُوبو ټولو آفسرانو، حکمرانانو، وزيرانو او شاهى نمائندګانو د يهوديانو مدد په دې وجه وکړو چې هغوئ د مردکى نه يرېدل.


په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو، ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.


زۀ تا بچ کړے د باغيانو يم، مشر کړے دې د قومونو يم، او چې څوک ما نۀ پېژندل هغوئ اوس زما خِدمت کوى.


سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.


په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے.


د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.


کله چې مونږ د دې نه خبر شُو نو مونږ ډېر سخت ويرېدُو. ستاسو د يرې نه مونږ ټولو زړونه بائيللى وُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک بره په آسمان کښې او لاندې په زمکه هم خُدائ پاک دے.


او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.


تۀ د خپلو سړو نه تپوس وکړه او هغوئ به تا ته هم دغه شان ووائى. نو تۀ به مونږ سره ښېګړه وکړې څۀ، ځکه چې مونږ د اختر په ورځ راغلى يُو؟ تۀ مونږ يعنې ستا خِدمت کوونکو او خپل دوست داؤد له څۀ راکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan