اِستَر 8:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 مردکے د محل نه لاړو چې شاهى لِباس يعنې آسمانى او سپين رنګ جامې، د کاسنى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې. Faic an caibideil |
دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو.