14 د بادشاه په حُکم په شاهى آسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو.
هر يو حکمران خپله برخه اوربشې او بوس هم هلته لېږل چرته چې ضرورت وو، دا د جنګى ګاډو د آسونو او د نورو آسونو دپاره وُو.
نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى.
دا د حکلياه د زوئ د حضرت نحمياه کلام دے. کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو نو د هغۀ د بادشاهۍ په شلم کال د کِسليو په مياشت کښې زۀ يعنې حضرت نحمياه په مرکزى ښار سوسه کښې وم.
تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى.
پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بېرحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ.
د دې فرمان د خبرو نه د هرې صُوبې خلق ځکه خبرول په کار وُو، چې کله هغه ورځ راشى نو چې هر يو کس ورته تيار وى.
د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.
د دې قانونى اِعلان شوے وو او په هره صُوبه کښې هر څوک د دې نه خبر وُو، نو چې کله هغه ورځ راشى نو يهوديان به د دشمن نه د بدل اخستلو دپاره تيار وى.
مردکے د محل نه لاړو چې شاهى لِباس يعنې آسمانى او سپين رنګ جامې، د کاسنى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.
داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“