13 د دې قانونى اِعلان شوے وو او په هره صُوبه کښې هر څوک د دې نه خبر وُو، نو چې کله هغه ورځ راشى نو يهوديان به د دشمن نه د بدل اخستلو دپاره تيار وى.
د دې فرمان د خبرو نه د هرې صُوبې خلق ځکه خبرول په کار وُو، چې کله هغه ورځ راشى نو چې هر يو کس ورته تيار وى.
د بادشاه په حُکم په شاهى آسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو.
تاسو به د هغوئ په وينو کښې خپلې پښې ووينځئ، او ستاسو سپى به خپله حِصه په خپلو ژبو وڅټى.“
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“
سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“