Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:11
9 Iomraidhean Croise  

پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بې‌رحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ.


خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو.


اے د بابل خلقو، تباه شئ، هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى، کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.


خو صادقان دې د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړى، د خُدائ پاک په حضور کښې دې خوشحاله شى، او د خوښۍ نعرې دې وکړى.


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


هغوئ ته به ضرورت نۀ وى د پټو نه د خشاک راټولولو او نۀ به ورته د ځنګل د کټ کولو، ځکه چې هغوئ به وسلې د خشاک په طور استعمال کړى. او هغوئ به هغه لوټ کړى چا چې دوئ لوټ کړى وُو او هغوئ به تالا کړى چا چې دوئ تالا کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan