Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 مردکى خطونه د اخسويرس بادشاه د طرف نه ليکلى وُو او په دې باندې يې شاهى مهر لګولے وو. دا په هغه تېزو آسونو باندې سوارو کسانو په ذريعه رسولے شوى وُو چې کوم آسونه د بادشاه دپاره ساتلے شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:10
13 Iomraidhean Croise  

بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخى‌اب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو.


هر يو حکمران خپله برخه اوربشې او بوس هم هلته لېږل چرته چې ضرورت وو، دا د جنګى ګاډو د آسونو او د نورو آسونو دپاره وُو.


نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى.


خو د بادشاه په نوم چې کوم فرمان جارى شوے وى او په هغې باندې شاهى مهر لګولے شوے وى نو هغه نۀ واپس کيږى. خو يهوديانو ته هغه څۀ ليکلے شئ څۀ چې ستاسو زړۀ غواړى، او دا زما په نوم ليکلے شئ او شاهى مهر ورباندې ولګولے شئ.“


زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى.


ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“


د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.


هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى.


”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،


زۀ به ستا په ذريعه آسونه او د هغۀ سوارۀ ذره ذره کوم، زۀ به په تا ګاډۍ او د هغې چلوونکى تس نس کوم،


نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.


نو اوس، اے بادشاه سلامت، دا حکم جارى کړه او مهر پرې ولګوه چې څوک هم دا بدل نۀ کړے شى، لکه د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق چې نۀ منسوخ کېدونکے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan