Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 هم په هغه وخت اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر له د همان ټول جائيداد ورکړو، دا هم هغه همان وو کوم چې د يهوديانو دشمن وو. اِستَر بادشاه ته وفرمائيل چې مردکى د هغې خپلوان دے، نو د هغه وخت نه مردکى ته دا اجازت وو چې د بادشاه حضور ته دننه راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:1
12 Iomraidhean Croise  

کوم مشيران به چې بادشاه له ورتلل نو هغه کارشينا، شتر، ادماتا، ترسيس، مرس، مرسنا او مموکان وُو، دا اووۀ د فارس او مادى هغه آفسران وُو چې په بادشاهۍ کښې يې د ټولو نه اوچتې مرتبې لرلې.


نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابى‌خېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.


د هغۀ يوه د ترۀ لور اِستَر وه، چې د هغې عبرانے نوم هدسا وو، هغه يوه ښائسته پېغله وه او ښۀ کړۀ‌وړۀ يې وُو. د هغې د مور او پلار د مرګ نه پس، مردکى هغه اخستې وه او د خپلې لور په توګه يې راوستې وه.


اِستَر جواب ورکړو، ”زمونږ دشمن، ظالم او هغه مکار سړے دا همان دے.“ نو د همان رنګ د بادشاه او مَلِکه په مخکښې تک زېړ شو.


بيا اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر او مردکى يهودى ته ووئيل، ”ګورئ، ما همان د يهوديانو خِلاف د منصوبې په وجه پهانسى کړے دے او ما اِستَر له د هغۀ جائيداد هم ورکړے دے.


هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.


يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.


څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.


خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan