2 او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر خبره څۀ ده؟ ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، تۀ کۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى.“
د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه تپوس وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، نو تا ته به هغه مِلاو شى. زۀ به ستا درخواست منظور کړم، تر دې پورې کۀ تۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې.“
نو بادشاه او همان د اِستَر سره روټۍ خوړلو له لاړل
بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوى وى. اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه کۀ نور څۀ هم غواړې نو در به کړے شى.“
او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“
تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“