Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا د خپل لوئ عزتمند مشر په لاس دې سړى ته شاهى لباس ورواغونده او د ښار په کوڅو کښې يې په آس باندې سور بوځه. کله چې هغوئ روان وى نو هغه مشر سړے دې دا اِعلان کوى چې، وګورئ بادشاه چې د چا درناوے کول غواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 6:9
5 Iomraidhean Croise  

هغۀ له يې د ګرځېدو دپاره هغه دوېمه د آسونو شاهى ګاډۍ ورکړه او عزت ورکوونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو او چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ. مشر راروان دے.“ نو يوسف په ټول مِصر مشر مقرر شو.


بيا بادشاه همان ته ووئيل، ”زر شه او شاهى لِباس واخله او آس بوځه او د مردکى يهودى داسې درناوے وکړه. لکه څنګه چې تا مشوره راکړې ده نو د هغې په مطابق د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړه. هغه به د محل د دروازې په خولۀ کښې ناست ووينې.“


نو همان راغلو او بادشاه ورته ووئيل، ”د يو کس نه چې زۀ خوشحاله شم نو د هغۀ څنګه عزت وکړم، زۀ د دې سړى دپاره څۀ وکړم؟“ همان د خپل ځان سره وئيل، ”داسې څوک شته چې بادشاه يې زما نه زيات عزت کول وغواړى؟“


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan