Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو همان راغلو او بادشاه ورته ووئيل، ”د يو کس نه چې زۀ خوشحاله شم نو د هغۀ څنګه عزت وکړم، زۀ د دې سړى دپاره څۀ وکړم؟“ همان د خپل ځان سره وئيل، ”داسې څوک شته چې بادشاه يې زما نه زيات عزت کول وغواړى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 6:6
19 Iomraidhean Croise  

بادشاه دې سړو ته ووئيل، ”ما، يعنې اخسويرس بادشاه، خپل خصيان د يو حُکم سره مَلِکه وشتى ته ولېږل او هغې د دې حُکم د منلو نه اِنکار وکړو. قانون د دې په حقله څۀ وائى چې مونږ د هغې سره څۀ وکړُو؟“


نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.


نو همان شاهى لِباس واخستلو او مردکى ته يې ورواغوستلو او د بادشاه په آس يې سور کړو او همان هغه د ښار په کوڅو کښې بوتلو او خلقو ته يې اِعلان کولو چې، ”وګورئ چې بادشاه د چا درناوے کول وغواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“


نو نوکرانو جواب ورکړو، ”همان په دربار کښې دے.“ بادشاه ورته ووئيل، ”هغه راپرېږدئ چې دننه راشى.“


نو هغۀ بادشاه له جواب ورکړو، ”حُکم وکړه چې د دې سړى دپاره شاهى لِباس راوړلے شى، هغه چُوغې چې تۀ يې په خپله اغوندې. او هغه آس چې تا پرې پخپله سورلى کړى وى او په تندى يې شاهى نښه لګېدلى وى.


بيا د خپل لوئ عزتمند مشر په لاس دې سړى ته شاهى لباس ورواغونده او د ښار په کوڅو کښې يې په آس باندې سور بوځه. کله چې هغوئ روان وى نو هغه مشر سړے دې دا اِعلان کوى چې، وګورئ بادشاه چې د چا درناوے کول غواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“


څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه، هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې ‎پُراَمنه خوشحالى کوى.


د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.


خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.


تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“


او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“


نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې.


نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan