Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 6:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مونږ د دې په بدل کښې د مردکى څنګه درناوے کړے دے او څۀ مو اِنعام ورکړے دے؟“ نو د هغۀ نوکرانو جواب ورکړو، ”د هغۀ دپاره هيڅ نۀ دى شوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 6:3
12 Iomraidhean Croise  

خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.


داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.


نو چې هغوئ کومه حِصه ولوستله په هغې کښې هغه واقعه شامله وه چې مردکى د بادشاه د وژلو منصوبه څنګه څرګنده کړه او هغه منصوبه کومه چې بِګتان او ترش، د محل دوو هغه خصيانو جوړه کړې وه، کومو چې د بادشاه د کوټو څوکيدارى کوله.


بادشاه تپوس وکړو، ”اوس په دربار کښې څوک دى؟“ نو همان ايله دربار ته ننوتو، هغه د دې دپاره راغلے وو چې د بادشاه نه تپوس وکړى چې مردکے په هغه دار باندې ځوړند کړى کوم چې هغۀ اوس تيار کړے وو.


خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.


خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“


نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.


نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan