12 نو مردکے بيا واپس د محل دروازې ته راواپس شو خو په دې دوران کښې همان خفه او شرمنده کور ته تېز لاړو.
داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
نو بادشاه په يره او خفګان کښې واپس سامريه ته لاړو.
اخىاب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو.
نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“
عزرياه او نورو اِمامانو د يرې سره د بادشاه تندى ته کتل او بيا يې هغه دې ته مجبور کړو چې د مالِک خُدائ د کور نه لاړ شى. هغه زر زر د هغه ځائ نه لاړو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له سزا ورکړې وه.
په دې دوران کښې بادشاه مردکى د محل آفسر مقرر کړے وو.
نو همان شاهى لِباس واخستلو او مردکى ته يې ورواغوستلو او د بادشاه په آس يې سور کړو او همان هغه د ښار په کوڅو کښې بوتلو او خلقو ته يې اِعلان کولو چې، ”وګورئ چې بادشاه د چا درناوے کول وغواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“
هغۀ د مِنت زارۍ دپاره خپل ځان د اِستَر په کټ باندې وروغورزولو نو هم په هغه وخت بادشاه د باغونو نه واپس کوټې ته راغلو او چې دا يې وليدل نو بادشاه چغه کړه چې، ”دا سړے دلته هم زما په خپل محل کښې زما په وړاندې اِستَر ته لاس وراچوى؟“ بادشاه چې څنګه دا ووئيل نو خصيانو د همان مخ پټ کړو چې قتل کړے شى.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟
سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى.