1 هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى.
اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“
هغۀ چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى وُو او هم داسې هغه ټوله قيصه چې هغۀ مردکى له د اوچتې عُهدې ترقى څنګه ورکړه، دا د فارس او مادى د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
په هغه وخت کښې چې مردکى په محل کښې دفتر ونيولو، بِګتان او ترش، د محل دوه هغه خصيانو کومو چې د اخسويرس بادشاه کوټو ته د ننوتلو د ځائ څوکيدارى کوله، هغوئ د بادشاه خِلاف شول او د هغۀ د وژلو منصوبه يې جوړه کړه.
خو مردکى د دې منصوبې نه خبر شو او دا خبر يې مَلِکه اِستَر ته ورسولو. بيا هغې بادشاه ته ووئيل چې مردکى زۀ د دې نه خبر کړې يم.
کله چې د منصوبې تفتيش وشو او پته ولګېده چې هغه خبر رښتيا وو، نو هغوئ په دار باندې ځوړند کړے شول. بادشاه حُکم وکړو چې دا واقعه دې د شاهى تاريخ په کِتاب کښې وليکلے شى.
”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې تاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“
کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.
د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډوډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.
نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو.
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.