Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 5:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو چې ترڅو پورې يهودى مردکے د محل په دروازه کښې ناست وينم نو زما دپاره د دې هيڅ فائده نشته.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 5:13
9 Iomraidhean Croise  

د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:


کله چې همان د مېلمستيا نه لاړو نو هغه خوشحاله او ښۀ په سُر کښې وو. خو بيا هغۀ مردکے وليدو چې د محل د دروازې په خولۀ کښې وو او کله چې هغه تېرېدو نو مردکے ورته پانۀ څېدو او نۀ ورباندې د هغۀ رُعب څۀ اثر وکړو، نو همان ورته سخت غصه شو.


بدعمله خلق ټول عمر په خپل درد کړيږى، د تکليف کالونه په ظالمانو باندې راجمع شوى دى.


تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟


بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.


ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.


هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan