12 همان وئيل، ”د دې نه علاوه، مَلِکه اِستَر زما او د بادشاه نه بغېر بل هيچا له دعوت نۀ دے ورکړے، او سبا هغې ما له بيا سره د بادشاه دعوت راکړے دے.
خو چې ترڅو پورې يهودى مردکے د محل په دروازه کښې ناست وينم نو زما دپاره د دې هيڅ فائده نشته.“
”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې تاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“
د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى.
هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کېدو والا دى؟
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.