10 خو همان خپل ځان قابو کړو او کور ته لاړو. بيا هغۀ خپلو دوستانو له دعوت ورکړو چې کور ته يې راشى او خپلې ښځې زرش ته يې ووئيل چې د هغوئ سره شريکه شى.
بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو.
نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.
هغۀ خپلې ښځې او ټولو دوستانو ته هغه هر څۀ ووئيل چې څۀ شوى وُو. بيا هغې او د هغۀ هوښيارو ملګرو هغۀ ته ووئيل، ”په مردکى باندې ستا هيڅ زور نۀ رسى. هغه يو يهودى دے او ځکه تۀ په هغۀ باندې برے نۀ شې موندلے. هغه به خامخا تا له شکست درکړى.“
خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى.