Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 4:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغۀ هتاک له د هغه فرمان يو نقل ورکړو چې کوم په سوسه کښې جارى شوے وو، چې په هغې کښې د يهوديانو د تباهۍ حُکم وو. مردکى هتاک ته ووئيل چې دا اِستَر له يوسه او اِستَر د حالاتو نه خبر کړه او هغې ته ووايه چې لاړه شى او بادشاه ته دا سوال زارى وکړى چې د هغې په خلقو رحم وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 4:8
14 Iomraidhean Croise  

اِستَر تر اوسه پورې خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو، لکه څنګه چې مردکى ورته وئيلى وُو. او څنګه چې هغې په ماشوموالى کښې د مردکى خبره منله اوس يې هم منله.


نو هتاک د مردکى د پېغام سره اِستَر له راواپس شو،


کۀ دا افت زما په خلقو باندې راشى او چې زما خپلوان ووژلے شى نو بيا زۀ دا څنګه برداشت کولے شم؟“


اګر چې زۀ بې‌ګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم.


د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه، ”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.


نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.


زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،


او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan