Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا هغې هتاک راوغوښتلو، هغه يو خصى وو چې بادشاه د هغې نوکر کړے وو او هغې هغۀ ته وفرمائيل چې مردکى له لاړ شه او د دې پته ولګوه چې څۀ مسئله ده چې هغه دومره غمژن دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 4:5
10 Iomraidhean Croise  

د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.


خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو.


او اِستَر هغۀ له دا پېغام ورکړو چې مردکى له يې يوسه،


کله چې د اِستَر ښځو خِدمتګارانو او خصيانو اِستَر ته ووئيل چې مردکى څۀ کول، نو هغه سخته پرېشانه شوه. نو هغې مردکى له څۀ جامې ولېږلې چې د ټاټ جامو په ځائ يې واغوندى، خو هغۀ به نۀ اخستلې.


هتاک د محل د دروازې مخامخ د ښار چوک ته مردکى له لاړو.


نو هتاک د مردکى د پېغام سره اِستَر له راواپس شو،


څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.


کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى.


تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan