4 کله چې د اِستَر ښځو خِدمتګارانو او خصيانو اِستَر ته ووئيل چې مردکى څۀ کول، نو هغه سخته پرېشانه شوه. نو هغې مردکى له څۀ جامې ولېږلې چې د ټاټ جامو په ځائ يې واغوندى، خو هغۀ به نۀ اخستلې.
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،
خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو.
په ټولو صُوبو کښې، چرته هم چې د بادشاه د فرمان پته لګېدلې وه، نو هلته يهوديانو په چغو چغو ژړل. هغوئ روژه ونيوله، ژړا او وير يې کولو او ډېرو کسانو د ټاټ جامې اغوستې وې او سر يې په ايرو پټ کړے وو.
بيا هغې هتاک راوغوښتلو، هغه يو خصى وو چې بادشاه د هغې نوکر کړے وو او هغې هغۀ ته وفرمائيل چې مردکى له لاړ شه او د دې پته ولګوه چې څۀ مسئله ده چې هغه دومره غمژن دے.
کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو.
د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د ماتم او لوئ ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو باندې ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان غېب کړے شوى دى.“
نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو.
هغه به د ستاسو د غلې او انګورو لسمه حِصه د خپل دربار د آفسرانو دپاره او د نورو آفسرانو دپاره اخلى.