Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 4:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ”کۀ هر څوک، سړے يا ښځه، د دعوت نه بغېر دننه د بادشاه دربار ته لاړ شى، نو هغه کس به وژلے شى، دا يو قانون دے، د بادشاه د مشيرانو نه واخله په صُوبو کښې د خلقو پورې هر يو کس د دې نه خبر دے. د دې قانون نه د بچ کېدو صِرف يوه لار ده، کۀ بادشاه يو کس ته خپله د سرو زرو امسا اوږده کړى، نو د هغه کس ژوند به بچ شى. خو د دې يوه مياشت وشوه چې بادشاه زۀ راغوښتے نۀ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 4:11
9 Iomraidhean Croise  

بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه.


داسې به وشو چې کله به هغه هلته د ماښام تلله او په ورپسې سحر به هغه د بادشاه د ښځو يو بل ځائ ته بوتلے شوه او شعشجز خصى د هغې خيال ساتلو، چې کوم د بادشاه د وينځو مشر وو. هغه به تر هغې پورې بيا بادشاه له نۀ ورتله ترڅو چې بادشاه به يې ښۀ خوشحاله کړے نۀ وو او بادشاه به هغه په نوم رابللې نۀ وه.


او اِستَر هغۀ له دا پېغام ورکړو چې مردکى له يې يوسه،


کله چې مردکى ته د اِستَر پېغام مِلاو شو،


بادشاه تپوس وکړو، ”اوس په دربار کښې څوک دى؟“ نو همان ايله دربار ته ننوتو، هغه د دې دپاره راغلے وو چې د بادشاه نه تپوس وکړى چې مردکے په هغه دار باندې ځوړند کړى کوم چې هغۀ اوس تيار کړے وو.


بادشاه هغې ته خپله د سرو زرو امسا بيا وراُږده کړه، نو هغه ودرېده او وې فرمائيل،


کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“


اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan