Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 3:7
13 Iomraidhean Croise  

د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.


هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو.


د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،


د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو.


نو د اخسويرس د بادشاهۍ په اوؤم کال، په لسمه مياشت يعنې د طيبت په مياشت کښې، اِستَر شاهى محل ته اخسويرس بادشاه ته راوستلے شوه.


د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله.


هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.


نو په هغه ورځو کښې يهوديانو خپل دشمنان په تُورو ووژل او نيست او نابود يې کړل. او چا چې د يهوديانو نه نفرت کولو د هغوئ سره يې د خپلې مرضى په مطابق عمل وکړو.


انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.


او چې کله يې دے په سولۍ وخېژولو نو د هغۀ په جامو يې پچه واچوله. او په خپلو کښې يې تقسيم کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan