6 او کله چې خبر شو چې مردکے يهودى دے، نو همان دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکې هغۀ دا منصوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهودى ووژنى.
د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.
خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهوديانو دپاره کومه منصوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اولټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول.
دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو، چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“
په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى، دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى.
”آيا تا د خلقو خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے چې هغوئ وائى، مالِک خُدائ اوس هغه دوه قومونه رد کړى دى کوم چې اول هغۀ غوره کړى وُو؟ نو هغوئ زما د قوم سپکوالے کوى او د يو قوم په حيثيت يې نۀ منى.
نو اے آسمانونو او په دې کښې اوسېدونکو خلقو، خوشحالى کوئ. خو اے زمکې او سمندره، په تاسو دې افسوس وى ځکه چې اِبليس ډېر په غصه تاسو ته ښکته راغلو ځکه چې هغه خبر دے چې د هغۀ وخت لنډ دے.“