اِستَر 3:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسمالخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو. Faic an caibideil |
نو بيا هغوئ بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې د هغه شاهى حکم په حقله ياداشت ورکړو، ”آيا تاسو دا حکم نۀ وُو جارى کړے چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر چا هم بغېر ستا نه اے بادشاه سلامت، د بل معبود او يا انسان عبادت وکړو او يا دُعا يې ترينه وغوښتله هغه به د زمرو په غار کښې واچولے شى؟“ بادشاه ورته جواب ورکړو چې، ”آو، بلکل دا حکم د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق دے کوم چې نۀ شى بدلېدلے.“