10 بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره استعمالېدله او دا يې د يهوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو.
فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.
څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.
بادشاه همان ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“
بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يو فرمان جارى کړه چې هغوئ دې ووژلے شى. کۀ تا داسې وکړل، نو زۀ به د بادشاهۍ د اِنتظام دپاره د درې لاکه او څلوېښتو زرو کېلو نه زيات سپين زر په شاهى خزانه کښې کېږدم.“
اِستَر جواب ورکړو، ”زمونږ دشمن، ظالم او هغه مکار سړے دا همان دے.“ نو د همان رنګ د بادشاه او مَلِکه په مخکښې تک زېړ شو.
بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.
خو د بادشاه په نوم چې کوم فرمان جارى شوے وى او په هغې باندې شاهى مهر لګولے شوے وى نو هغه نۀ واپس کيږى. خو يهوديانو ته هغه څۀ ليکلے شئ څۀ چې ستاسو زړۀ غواړى، او دا زما په نوم ليکلے شئ او شاهى مهر ورباندې ولګولے شئ.“