اِستَر 2:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 د هيجا اِستَر خوښه شوه او هغه پرې مِهربانه شو. هغۀ سمدستى د هغې د سنګار او د خاص خوراک بندوبست وکړو. هغۀ ورله د بادشاه د زناناؤ په ځائ کښې د ټولو نه ښۀ ځائ ورکړو او د هغې د خِدمت دپاره يې اووۀ پېغلې مقررې کړې چې د شاهى محل نه په خصوصى توګه خوښې کړې شوې وې. Faic an caibideil |
عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.
ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.