8 کله چې بادشاه خپل نوے فرمان جارى کړو او ډيرې پېغلې سوسه ته راوستلے شوې، نو اِستَر هم په هغوئ کښې وه. هغه هم په شاهى محل کښې هيجا ته حواله شوه، کوم چې د بادشاه د زناناؤ د ځائ مشر وو.
نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابىخېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.
تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى.
په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.