Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د هغۀ يوه د ترۀ لور اِستَر وه، چې د هغې عبرانے نوم هدسا وو، هغه يوه ښائسته پېغله وه او ښۀ کړۀ‌وړۀ يې وُو. د هغې د مور او پلار د مرګ نه پس، مردکى هغه اخستې وه او د خپلې لور په توګه يې راوستې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 2:7
12 Iomraidhean Croise  

نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.


بادشاه هغوئ ته حُکم وکړو چې مَلِکه وشتى دننه راولئ چې شاهى تاج يې په سر وى. مَلِکه يوه ښائسته ښځه وه او بادشاه غوښتل چې د هغې حُسن آفسرانو او خپلو ټولو مېلمنو ته وښائى.


نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابى‌خېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.


اِستَر تر اوسه پورې خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو، لکه څنګه چې مردکى ورته وئيلى وُو. او څنګه چې هغې په ماشوموالى کښې د مردکى خبره منله اوس يې هم منله.


هم په هغه وخت اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر له د همان ټول جائيداد ورکړو، دا هم هغه همان وو کوم چې د يهوديانو دشمن وو. اِستَر بادشاه ته وفرمائيل چې مردکى د هغې خپلوان دے، نو د هغه وخت نه مردکى ته دا اجازت وو چې د بادشاه حضور ته دننه راشى.


يا مې په روټۍ کښې د شومتوب نه کار اخستے وى، او دا مې يتيمانانو له نۀ وى ورکړې


ځکه چې د ځوانۍ نه ما د يتيمانانو خيال لکه د يو پلار په شان ساتلے دے، او ټول عُمر مې په کونډو پام کړے دے.


او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“


او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.


تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan