Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 2:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 کله چې د منصوبې تفتيش وشو او پته ولګېده چې هغه خبر رښتيا وو، نو هغوئ په دار باندې ځوړند کړے شول. بادشاه حُکم وکړو چې دا واقعه دې د شاهى تاريخ په کِتاب کښې وليکلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 2:23
11 Iomraidhean Croise  

په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“


خو هغه مشر نانبائى يې راځوړند کړو. دا ټول هم هغه شان وشول لکه څنګه چې يوسف فرمائيلى وُو.


چې تۀ دا حُکم ورکړه چې هغه تاريخ دې ولټولے شى کوم چې ستا پلار نيکۀ ليکلے وو. نو بيا به تا ته پته ولګى چې دا ښار همېشه د بغاوت نه ډک وى او د پخوانى وختونو نه دې بادشاهانو او د صُوبو حکمرانانو له تکليف ورکړے دے. د دې په خلقو باندې حکومت کول همېشه مشکل وُو. نو په دې وجه دا ښار تباه شوے وو.


هغۀ چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى وُو او هم داسې هغه ټوله قيصه چې هغۀ مردکى له د اوچتې عُهدې ترقى څنګه ورکړه، دا د فارس او مادى د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.


نو د هغۀ ښځې او خپلو ټولو دوستانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”تۀ يو پينځويشت ګزه لوَړ دار ولې نۀ جوړوې؟ سبا سحر تۀ بادشاه ته ووايه چې مردکى په هغې باندې راځوړند کړى، نو بيا به تۀ ښۀ په خوشحالۍ سره مېلمستيا له لاړ شې.“ نو په همان دا خبره ښۀ ولګېده، او هغۀ هم هغه شان دار جوړ کړو.


هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى.


نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.


د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.


هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan