22 خو مردکى د دې منصوبې نه خبر شو او دا خبر يې مَلِکه اِستَر ته ورسولو. بيا هغې بادشاه ته ووئيل چې مردکى زۀ د دې نه خبر کړې يم.
نو د بادشاه يو خصى، خربونا ووئيل، ”ګورئ، همان خو د مردکى د راځوړندولو دپاره په کور کښې پينځويشت ګزه اوچت يو دار جوړ کړے دے. بادشاه سلامت، مردکى هغه څوک دے چې چا ستا ژوند بچ کړے وو.“ بادشاه حُکم وکړو، ”همان په دې باندې ځوړند کړئ.“
په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ.