اِستَر 2:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 په هغه وخت کښې چې مردکى په محل کښې دفتر ونيولو، بِګتان او ترش، د محل دوه هغه خصيانو کومو چې د اخسويرس بادشاه کوټو ته د ننوتلو د ځائ څوکيدارى کوله، هغوئ د بادشاه خِلاف شول او د هغۀ د وژلو منصوبه يې جوړه کړه. Faic an caibideil |
د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.