20 اِستَر تر اوسه پورې خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو، لکه څنګه چې مردکى ورته وئيلى وُو. او څنګه چې هغې په ماشوموالى کښې د مردکى خبره منله اوس يې هم منله.
نو د مردکى د نصيحت په وجه، اِستَر خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو.
د هغۀ يوه د ترۀ لور اِستَر وه، چې د هغې عبرانے نوم هدسا وو، هغه يوه ښائسته پېغله وه او ښۀ کړۀوړۀ يې وُو. د هغې د مور او پلار د مرګ نه پس، مردکى هغه اخستې وه او د خپلې لور په توګه يې راوستې وه.