2 نو د بادشاه خادِمانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”مونږ به ستا دپاره يو څو ښائسته ناوادۀ شوې پېغلې ولټوُو.
چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه.
خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“
د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.
کوم مشيران به چې بادشاه له ورتلل نو هغه کارشينا، شتر، ادماتا، ترسيس، مرس، مرسنا او مموکان وُو، دا اووۀ د فارس او مادى هغه آفسران وُو چې په بادشاهۍ کښې يې د ټولو نه اوچتې مرتبې لرلې.
تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى.
کله چې هغوئ لا خبرې کولې، نو د محل خصيان راورسېدل او همان يې د اِستَر مېلمستيا له بوتلو.