Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 2:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 2:17
10 Iomraidhean Croise  

بادشاه هغوئ ته حُکم وکړو چې مَلِکه وشتى دننه راولئ چې شاهى تاج يې په سر وى. مَلِکه يوه ښائسته ښځه وه او بادشاه غوښتل چې د هغې حُسن آفسرانو او خپلو ټولو مېلمنو ته وښائى.


نو د اخسويرس د بادشاهۍ په اوؤم کال، په لسمه مياشت يعنې د طيبت په مياشت کښې، اِستَر شاهى محل ته اخسويرس بادشاه ته راوستلے شوه.


کۀ تۀ په داسې وخت کښې هم خاموشه پاتې شوې، نو د يو بل ځائ نه به د يهوديانو دپاره مدد راشى او هغوئ به بچ شى، خو تۀ به مړه شې او ستا د پلار خاندان به ختم شى. د دې نه څوک خبر دى کېدے شى چې تۀ هم د دې وخت دپاره مَلِکه جوړه شوې يې.“


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“


هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan