Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو د اخسويرس د بادشاهۍ په اوؤم کال، په لسمه مياشت يعنې د طيبت په مياشت کښې، اِستَر شاهى محل ته اخسويرس بادشاه ته راوستلے شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 2:16
7 Iomraidhean Croise  

د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.


هغوئ د اولې مياشتې په اوله ورځ د بابل نه روان شول او د خُدائ پاک د مدد سره هغوئ د پينځمې مياشتې په اوله ورځ يروشلم ته ورسېدل.


وروستو، کله چې د بادشاه غصه سړه شوې وه، نو هغۀ بيا هم د وشتى د عمل او د هغې خِلاف د فرمان په حقله سوچ کولو.


نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابى‌خېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.


اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.


تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى.


نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan