اِستَر 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 داسې به وشو چې کله به هغه هلته د ماښام تلله او په ورپسې سحر به هغه د بادشاه د ښځو يو بل ځائ ته بوتلے شوه او شعشجز خصى د هغې خيال ساتلو، چې کوم د بادشاه د وينځو مشر وو. هغه به تر هغې پورې بيا بادشاه له نۀ ورتله ترڅو چې بادشاه به يې ښۀ خوشحاله کړے نۀ وو او بادشاه به هغه په نوم رابللې نۀ وه. Faic an caibideil |
”کۀ هر څوک، سړے يا ښځه، د دعوت نه بغېر دننه د بادشاه دربار ته لاړ شى، نو هغه کس به وژلے شى، دا يو قانون دے، د بادشاه د مشيرانو نه واخله په صُوبو کښې د خلقو پورې هر يو کس د دې نه خبر دے. د دې قانون نه د بچ کېدو صِرف يوه لار ده، کۀ بادشاه يو کس ته خپله د سرو زرو امسا اوږده کړى، نو د هغه کس ژوند به بچ شى. خو د دې يوه مياشت وشوه چې بادشاه زۀ راغوښتے نۀ يم.“