13 کله چې هغه به د بادشاه د ښځو ځائ نه محل ته تله، نو چې هغې به څنګه جامې غوښتلې نو هغه به يې اغوستې.
مردکى به هره ورځ د بادشاه د ښځو د ځائ نه بهر د دې دپاره ګرځېدو راګرځېدو چې د دې پته ولګوى چې اِستَر څنګه ده او په هغې باندې څۀ کيږى.
د ښځو سنګار يو کال جارى وو، د خوشبودار چيړ د تېلو مالش شپږ مياشتې او د خاص خوشبو او تېلو مالش نورې شپږ مياشتې جارى وو. د هغې نه پس، هره يوه پېغله به وار په وار اخسويرس بادشاه له بوتلے شوه.
داسې به وشو چې کله به هغه هلته د ماښام تلله او په ورپسې سحر به هغه د بادشاه د ښځو يو بل ځائ ته بوتلے شوه او شعشجز خصى د هغې خيال ساتلو، چې کوم د بادشاه د وينځو مشر وو. هغه به تر هغې پورې بيا بادشاه له نۀ ورتله ترڅو چې بادشاه به يې ښۀ خوشحاله کړے نۀ وو او بادشاه به هغه په نوم رابللې نۀ وه.