Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 2:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د ښځو سنګار يو کال جارى وو، د خوشبودار چيړ د تېلو مالش شپږ مياشتې او د خاص خوشبو او تېلو مالش نورې شپږ مياشتې جارى وو. د هغې نه پس، هره يوه پېغله به وار په وار اخسويرس بادشاه له بوتلے شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 2:12
10 Iomraidhean Croise  

مردکى به هره ورځ د بادشاه د ښځو د ځائ نه بهر د دې دپاره ګرځېدو راګرځېدو چې د دې پته ولګوى چې اِستَر څنګه ده او په هغې باندې څۀ کيږى.


کله چې هغه به د بادشاه د ښځو ځائ نه محل ته تله، نو چې هغې به څنګه جامې غوښتلې نو هغه به يې اغوستې.


تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى.


د هيجا اِستَر خوښه شوه او هغه پرې مِهربانه شو. هغۀ سمدستى د هغې د سنګار او د خاص خوراک بندوبست وکړو. هغۀ ورله د بادشاه د زناناؤ په ځائ کښې د ټولو نه ښۀ ځائ ورکړو او د هغې د خِدمت دپاره يې اووۀ پېغلې مقررې کړې چې د شاهى محل نه په خصوصى توګه خوښې کړې شوې وې.


ما په خپل کټ باندې د مُر چيړ، عُود او دارچينۍ خوشبو لګولې ده.


چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟


د عطرو د خوشبو په ځائ به د هغوئ نه بدبوئ خېژى، د کمربند په ځائ به هغوئ د ځان نه پړى تاو کړى وى، د ښائسته زلفو لرلو په ځائ به هغوئ ګنجۍ شى، د قيمتى جامو په ځائ به هغوئ د ټاټ جامې اغوستې وى. د هغوئ حُسن به په شرم بدل شى.


تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan