Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 2:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو د مردکى د نصيحت په وجه، اِستَر خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 2:10
9 Iomraidhean Croise  

مردکى به هره ورځ د بادشاه د ښځو د ځائ نه بهر د دې دپاره ګرځېدو راګرځېدو چې د دې پته ولګوى چې اِستَر څنګه ده او په هغې باندې څۀ کيږى.


اِستَر تر اوسه پورې خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو، لکه څنګه چې مردکى ورته وئيلى وُو. او څنګه چې هغې په ماشوموالى کښې د مردکى خبره منله اوس يې هم منله.


د هغۀ يوه د ترۀ لور اِستَر وه، چې د هغې عبرانے نوم هدسا وو، هغه يوه ښائسته پېغله وه او ښۀ کړۀ‌وړۀ يې وُو. د هغې د مور او پلار د مرګ نه پس، مردکى هغه اخستې وه او د خپلې لور په توګه يې راوستې وه.


نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې.


زۀ او زما خلق د حلالولو، او ختمولو دپاره خرڅ کړے شوى يُو. کۀ مونږ صرف د نوکرانو په حيثيت خرڅ شوے وے، نو زۀ به خاموش پاتې وے او دا تکليف به مې نۀ درکولے.“


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.


نو روت درمند ته لاړه او چې څنګه خواښې ورته وئيلى وُو هم هغه شان يې وکړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan