Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 10:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 10:3
17 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې.


تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى.


کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى.


يو اِسرائيلى فوجى چې نوم يې زِکرى وو هغۀ د احاز بادشاه زوئ معسياه، د محل مشر عزريقام او القنه ووژل. القنه په بادشاه پسې دوېم سړے وو.


خو د بيت‌حورون ښار سنبلط، او طوبياه چې هغه د عمون صُوبې يو آفسر وو، خبر شو چې څوک راغلى دى چې د بنى اِسرائيلو د فائدې دپاره کار کوى، نو هغوئ ډېر زيات خفه شول.


په هغه وخت کښې هلته په سوسه کښې يو يهودى اوسېدو چې نوم يې مردکى وو او هغه د يائير زوئ وو، هغه د بنيامين د قبيلې وو او د قيس او سِمعى د اولاد نه وو.


بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو.


خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“


نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.


دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى.


وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى.


څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.


خو په اِسرائيل او يهوداه کښې هر يو کس د داؤد سره مينه کوله ځکه چې هغه يو ښۀ مشر وو.


او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan