Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 10:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغۀ چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى وُو او هم داسې هغه ټوله قيصه چې هغۀ مردکى له د اوچتې عُهدې ترقى څنګه ورکړه، دا د فارس او مادى د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 10:2
10 Iomraidhean Croise  

د سليمان کارنامې، د هغۀ حِکمت او چې نور څۀ يې هم کړى وُو هغه ټول ”د سليمان شاه نامه“ نومې کِتاب کښې ليکلے شوى دى.


يربعام بادشاه چې نور څۀ هم وکړل، هغۀ چې کوم جنګونه کړى وُو او چې هغۀ څنګه بادشاهى کوله نو دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


اخى‌اب بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغه حِساب کِتاب چې د هغۀ محل د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوے وو او چې کوم ټول ښارونه يې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


کله چې د منصوبې تفتيش وشو او پته ولګېده چې هغه خبر رښتيا وو، نو هغوئ په دار باندې ځوړند کړے شول. بادشاه حُکم وکړو چې دا واقعه دې د شاهى تاريخ په کِتاب کښې وليکلے شى.


هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى.


مردکے د محل نه لاړو چې شاهى لِباس يعنې آسمانى او سپين رنګ جامې، د کاسنى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې.


بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.


په ټوله بادشاهۍ کښې دا ښۀ مشهوره وه چې مردکى اوس په محل کښې يو تکړه سړے وو او نور هم تکړه کېدو.


تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے، ستا ښى لاس زما مدد کړے دے، او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.


بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan