Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هم په دې دوران کښې، د شاهى محل دننه مَلِکه وشتى د ښځو دپاره مېلمستيا کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 1:9
5 Iomraidhean Croise  

د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.


د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.


د شرابو په څښلو کښې حد مقرر نۀ وو، بادشاه د محل نوکرانو له حُکم ورکړے وو چې د هر چا زړۀ چې څومره غواړى نو هغه څښلے شى.


اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو زۀ دا دعوت درکوم چې تۀ او همان زما مېلمانۀ شئ په هغه مېلمستيا کښې چې ما تاسو دپاره کړې ده.“


”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې تاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan