8 د شرابو په څښلو کښې حد مقرر نۀ وو، بادشاه د محل نوکرانو له حُکم ورکړے وو چې د هر چا زړۀ چې څومره غواړى نو هغه څښلے شى.
د سرو زرو په پيالو کښې شراب ورکول چې هره يوه پيالۍ به د بلې په شان نۀ وه او بادشاه به په شاهى ميو کښې د سخاوت نه کار اخستلو.
هم په دې دوران کښې، د شاهى محل دننه مَلِکه وشتى د ښځو دپاره مېلمستيا کړې وه.
مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.
بابل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”څۀ ترې وباسئ او د مېلمستيا مشر له يې يوسئ.“ او هغوئ هم دغسې وکړل.