Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 1:6
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ د مِنت زارۍ دپاره خپل ځان د اِستَر په کټ باندې وروغورزولو نو هم په هغه وخت بادشاه د باغونو نه واپس کوټې ته راغلو او چې دا يې وليدل نو بادشاه چغه کړه چې، ”دا سړے دلته هم زما په خپل محل کښې زما په وړاندې اِستَر ته لاس وراچوى؟“ بادشاه چې څنګه دا ووئيل نو خصيانو د همان مخ پټ کړو چې قتل کړے شى.


مردکے د محل نه لاړو چې شاهى لِباس يعنې آسمانى او سپين رنګ جامې، د کاسنى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې.


او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.


بيا تۀ په شانداره صوفې کښېناستلې چې مېز يې په مخکښې پروت وو په کوم چې تا هغه خوشبو او تېل اېښى وُو چې زما وُو.


هغوئ د هرې قربان‌ګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بې‌اِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى.


مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“


په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ.


ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan