مالِک خُدائ سليمان د ټول قوم په نظر کښې عزتمند کړو او د هغه نورو ټولو بادشاهانو نه يې زيات شان او شوکت ورکړو چې کوم به په بنى اِسرائيلو بادشاهى کړې وه.
د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو.
په هم هغه وخت کښې کله چې زما عقل کار شروع کړو، نو زما عزت او شان و شوکت ما ته د خپلې بادشاهۍ دپاره واپس مِلاو شو او زما مشيرانو او آفسرانو ما ته حلف راکړو، زۀ په خپل تخت باندې دوباره کښېناستلم. او د پخوا نه زما عزت نور هم زيات شو.
خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېريهوديانو ته هم دا بېحده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.