Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 1:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 1:22
11 Iomraidhean Croise  

د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل.


نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو.


نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.


نو په دې وجه زۀ دا حکم جارى کوم چې د ټولو خلقو او قومونو او د هرې ژبې خلق کۀ چرې هغوئ د شدرک، ميشک او عبدنجو د خُدائ پاک خلاف څۀ ووائى نو هغوئ به ټوټې ټوټې شى او د هغوئ کورونه به تباه کړے شى، ځکه چې بل يو معبود هم داسې نشته چې څوک داسې بچ کړى.“


نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.


او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.


او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan