21 د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل.
د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله،
بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه.
کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“
هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسمالخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.
نو چې کومه پېغله ستا ډېره خوښه شى نو هغه بوځه او د وشتى په ځائ يې خپله مَلِکه جوړه کړه.“ نو بادشاه ووئيل چې دا يوه ښۀ مشوره ده، نو هغۀ په دې خبره باندې عمل وکړو.